یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / بين المللي / وسلوال طالبان له دې وروسته بهرني ځواکونه او د دوي ملاتړي په نښه کوي

وسلوال طالبان له دې وروسته بهرني ځواکونه او د دوي ملاتړي په نښه کوي

وسله وال طالبان وايي تر دې وروسته افغان ځواکونه نه، بلکې امریکا او ددوی بهرني ملاتړي په نښه کوي. الجزیرې تلویزیون د طالبانو د یوې خبرپاڼې په حواله لیکلي، چې افغان ځواکونو ته په دې وروستیو په جګړو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده نو ځکه طالبان له دې وروسته پر امریکايي ځواکونو او ددوی پر بهرنیو ملاتړو ډېر تمرکز کوي. الجزیرې په خپل راپور کې ویلي، طالبانو پر فراه ولایت تر ناکام برید وروسته دغه اعلان کړی دی. وسله والو طالبانو ویلي په افغانستان کې د جګړې اصلي اړخ بهرني ځواکونه دي او افغان ځواکونه له دوی سره په لیکه کې ولاړ دي. دغه وسله والې ډلې ویلي چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه له دې وروسته اصلي هدف دی او پر افغان ځواکونو به بریدونه نه کوي. وسله والو طالبانو بیا د الجزیرې پر خلاف په خپله خبرپاڼه کې ویلي، دغه عفو یې هغو کسانو ته اعلان کړې چې وسله والو طالبانو ته تسلیم کېږي او له افغان حکومت یا بهرنیو ځواکونو سره له کار په شا کېږي. طالبانو داسې مهال یادې څرګندونې کړې، چې امریکا او افغان حکومت دوی تر فشار لاندې بولي او وایي چې د جګړو او بریدونو پر مټ به دغه ډله د سولې خبرو ته حاضره کړي. طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز نه دی منلی او پر وړاندې یې خندق عملیات اعلان کړي دي. حکومت د طالبانو د وروستۍ خبرپاڼې په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: