پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وسلوال طالبان وايي په استمبول کې ناسته دوي پوري تړاو نلري

وسلوال طالبان وايي په استمبول کې ناسته دوي پوري تړاو نلري

د ترکيې په پلازمینې استمبول ښار کې د کابل او طالبانو ترمنځ نارسمي خبرې شوي دخبرو  پلاوي يوه غړي ويلي د دغو خبرو موخه د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ رسمي او جدي خبرو ته د لارې هوارولولپاره ترسره شوې دي.

په همدې اړه دارګ یوې سرچینې ویلي چې د افغانستان د ولسمشر دوو سلاکارانو او د طالبانو پنځو مهمو غړو په دغو خبرو کې گډون کړی، خودغه خبرې د شنبې په ورځ د ترکيې په استانبول ښارکې پيل شوې چې دسولې دخبرو دمقدمي په ډول پیل شوې دي.

 د افغان ولسمشر سلاکاران همايون جرير او عباس بصير د افغانستان له لوري او پنځه کسان هم د طالبانو په استازولۍ په دغو خبرو کې گډون لري.

خو طالبان بيا وايي په ترکيه د اسلامي امارت د استازو لخوا په اصطلاح د مذاکراتو په ناسته کې د گډون راپورونه حقيقت نه لري اوکوموخلکو چې په کې ګډون کړی دامارت استازیتوب نه شي کولای اوهغوی دخپلې مبارزې په وړاندې یوه دسیسه بللې ده،خونورې سرچینې بیاوايي په ناستوخبرو کې دهغوی سره پټ تماسونه شته چې ظاهرې بڼه یې داسي ښودل شوې ده.

طالبانو کې اوس دبلیتون کرښې راډیرې شوې ،هغوی چې په ادارې نظام اوتعلیمي کچه پوی وي ،هغوی یې ټول دسولې طرفدارخودامریکایان شتون هغوی هم نه غواړي ،اوبله برخه بیا یواځې په نظامي اوجنګې چارو اکتفاکوي چې نورې یې نه زده کیږي ،خوهغوی کې بیا داسي توندعزم وسله وال هم شته چې دروانې مبارزي عقیدوي لوری تعقیبوي اودخلاصون لاره یواځې په جګړه کې بولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: