سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / وسلوال طالبان په جګړو کې تجهیزیږي

وسلوال طالبان په جګړو کې تجهیزیږي

د ولسي جرګې غړي وایي،وسله وال مخالفین د ځپلو کېدو پرځای په غیر مستقیم ډول تجهیزیږي. ددوی په وینا، د یوشمېر امنیتی ځواکونو له لوري د وسلو پر پلورلو سربیره، د ولسوالیو او امنیتي پوستو په سقوط سره په لوی لاس مخالفینو ته وسلې رسول کیږي او د ناڅرګندو عواملو له امله د هیواد خوندي سیمې د جګړو په ډګر بدلېدونکې دي. وکیلان وایي، ناټو او امریکا د امنیتي تړون پراساس په دغه راز وضعیت کې له افغان ځواکونو سره په مرستې مکلف دي، خو بهرنیان پر وسله والو د برید پرځای په هغو سیمو هوایي بریدونه کوي چې هیڅ اړتیا یې نه لیدل کیږي. استازي په جګړه کې د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړېدل او په پرله پسې ډول د یو شمېر ولسوالیو سقوط د پوښتنې وړ بولي او وایي د امنیتي ځواکونو له لوري د وسلو پر پلور سربیره په غیر مستقیم ډول وسله وال مخالفین تجهیزیږي. د ولسي جرګې یوشمېر غړي بیا د وضعیت د مهار لپاره د پخوانیو مجاهدینو د مسلح کېدو غوښتنه کوي، ځکه په باور یې افغان ځواکونو تلفات په بې ساري ډول لوړ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: