چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / افغانستان / وسلوال طالبان په ۷۰سلنه خاوره فعال دي

وسلوال طالبان په ۷۰سلنه خاوره فعال دي

افغان حکومت تر طالبانو پر کمه خاوره حاکمیت لري. د بي بي سي یو راپور ښيي، چې افغان حکومت یوازې پر ۳۰ سلنه خاوره حاکمیت لري، خو دا هم په دې مانا نه ده، چې دغه خاوره د طالبانو له بریدونو په امن ده. د بي بي سي راپور ښيي، چې افغان حکومت یوازې په ۱۲۲ ولسوالیو یا دېرش سلنه خاوره حاکمیت لري، خو په دې نه دی بریالی شوی چې ددې دېرش سلنه خاورې امنیت هم په پوره توګه تامین کړي. راپور وايي په دغه دېرش سلنه خاوره هم وخت ناوخت د ترهګرو بریدونه کېږي. د سرچینې په خبره د افغانستان له ۴۰۷ ولسوالیو یوازې ۱۲۲ یې د افغان حکومت په لاس کې دي. سرچینه کاږي چې طالبان په ۷۰ سلنه خاوره کې فعال دي. په راپور کې همدا راز راغلي، چې داعش ډله هم د افغانستان په دېرشو ولسوالیو کې حضور لري، خو په دغو ولسوالیو بشپړه واکمني نه لري. تر دې وړاندې د سیګار راپور ویلي وو، چې افغان حکومت پر ۵۷ سلنه خاوره حاکمیت لري او دغه سلنه د تېرو کلونو په پرتله راکمه شوې ده. افغان حکومت د بي بي سي ددغه وروستي راپور په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: