د افغانستان ولسمشر اشرف غني له بېلابېلو اړخونو د اداري فساد په وړاندې په مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه کړه.
ولسمشر پرون پنجشنبې په کابل کې د تدارکاتو ملي کمېټې په کنفرانس کې دا خبره وکړه:
“له مدني ټولنو، علماى کرامو او ښځو غوښتنه کوو چې د دې پديدې په وړاندې په مبارزه کې برخه واخلي. د فساد په وړاندې مبارزه د يوه کس کار نهدى، بلکې د يوه بنسټ او د يوه ملت کار دى.”
ښاغلي ولسمشر وویل، شفافيت يو ملي او ضروري تعهد دى، ځکه د څو کسانو په خاطر ټول ملت په اداري فساد تورن نهشي.