پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر د ټلفون له لارې عمران خان ته د بریا مبارکې ورکړې ده

ولسمشر د ټلفون له لارې عمران خان ته د بریا مبارکې ورکړې ده

ولسمشر غني د یوې ټلفوني اړیکې له لارې د پاکستان په وروستیو ټاکنو کې د بریالي ګوند مشر عمران خان ته د بریا مبارکي ورکړې ده. عمران خان د پاکستان د پارلمان ډېرې څوکۍ ګټلې دي خو دوه نور ګوندونه چې په دوهم او درېیم مقام کې دي د تېرو ټاکنو نتایج نه مني. داسې ویل کېږي، چې عمران خان به د ستونزو کمولو لپاره ایتلافي حکومت جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *