دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني: افغانستان به د دې لسیزې په پای کې د نړیوال اقتصادي پل ارزښت ولري

ولسمشر غني: افغانستان به د دې لسیزې په پای کې د نړیوال اقتصادي پل ارزښت ولري

ولسمشر غني وایي ددې لسیزې په پای کې به افغانستان د نړیوالې پانګونې لپاره زمینه برابره کړي او صادرات به یې هم زیات شي. ولسمشر غني د کار نړیوال کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل، چې افغانستان به د دې لسیزې په پای کې د نړیوال اقتصادي پل ارزښت ولري. هغه زیاته کړه، چې فساد د خصوصي سکټور د پراختیا پر وړاندې خنډ دی او د دې بدې پدیدې پر وړاندې جدي او پرېکنده مبارزې ته اړتیا ده. نوموړي دغه راز وویل، چې د عوایدو او مصارفو تر منځ د توازن نشتوالی د اوسني اقتصادي وضعیت یوه بېلګه ده، ۱۷ کاله کیږي چې افغانستان پر نړیوالو صدقو ژوند کوي. غني له نړیوالو همکارانو څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه، چې دا طریقه نه افغانستان او نه هم نړیوالو مرستندویانو ته د دوام وړ ده، نو افغانستان په دې برخه کې پر خپلو پښو ودرېږي. ولسمشر وړاندې په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې افغانستان د مرکزي اسیا د څلورلارې په توګه له هېچا سره دښمني نه لري او له ټولو ګاونډیو نه یې هم غوښتنه وکړه چې د سیمې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره باید ټول په ګډه د یوې بسیا راتلونکې لپاره کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: