جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني ترکیې ته د سفر پرمهال له عبدالرشید دوستم سره لیده کاته کړي

ولسمشر غني ترکیې ته د سفر پرمهال له عبدالرشید دوستم سره لیده کاته کړي

جنرال دوستم ته نږدې سرچینو کابل نیوز ته ویلي، ټاکل شوې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم په راتلونکو دوو اوونیو کې افغانستان ته را ستون شي. د جنبش ګوند غړي وايي، ولسمشر غني ترکیې ته د سفر پرمهال له عبدالرشید دوستم سره لیده کاته کړي او پر بېلو مسایلو یې بحث کړی دی. له ولسمشر سره ترکیې ته د سفر پر مهال د دوستم زوی باتور دوستم هم مل و. د جنبش ګوند غړي وايي، ولسمشر غني له جنرال دوستم سره د راتلونکو ټاکنو او په هېواد کې د روان امنیتي وضعیت په اړه بحث کړی او ویلي یې دي چې په اوسني وضعیت کې نظام جنرال دوستم ته اړتیا لري. دوستم له نږدې یوه کال راهیسې په ترکیه کې استوګن دی او وخت ناوخت ګڼ سیاسیون د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره د هغه لیدنې ته ورځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: