دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني: د الکترونیکي پېژندپاڼو په مرسته رښتیني افغانان پېژندل کېږي

ولسمشر غني: د الکترونیکي پېژندپاڼو په مرسته رښتیني افغانان پېژندل کېږي

ولسمشر غني د لومړنۍ برېښنايي پېژندپاڼې په اخیستو سره ددغو پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل کړه. برېښنايي پېژندپاڼې هغه مسئله وه، چې د ملي یووالي حکومت د کار له پیله تر دې دمه یې د ویش پر سر ډول ډول ناندرۍ را ولاړې شوې وې او کلونه یې دغه پروسه وځنډوله. خو ولسمشر اشرف غني نن د لومړنۍ الکترونیکي پېژندپاڼې په اخیستلو سره دغه لړۍ پيل کړه. په دې غونډه کې د ولسمشر تر څنګ ګڼو نورو حکومتي چارواکو ګډون کړی وو او برېښنايي پېژندپاڼې یې واخیستې. ولسمشر غني په دغه مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې ددې پېژندپاڼو په وېش سره به، رښتیني افغانان وپېژندل شي او د افغان په نامه به د افغانانو پر وړاندې روانه جګړه پای ته ورسول شي. هغه همدا راز وویل، چې د ټاکنو لپاره به الکترونیکي او پخوانۍ پېژندپاڼې په هممهاله توګه ويشل کېږي. ولسمشر غني وویل، چې الکترونیکي پېژندپاڼې به هېواد د پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودروي، شفافیت به رامنځ ته کړي، د ډېرو جرمونو او ستونزو مخه به ونیسي او په وینا یې دا د نوې حکومتولۍ په برخه کې یوه ستره لاس ته راوړنه ده. ولسمشر په خپلو خبرو کې پر ولس غږ وکړ، چې په ټاکنو کې ارو مرو ګډون وکړي او فعاله ونډه پکې واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: