دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني د امریکا له مرستیال ولسمشر سره تلیفوني خبرې کړې دي

ولسمشر غني د امریکا له مرستیال ولسمشر سره تلیفوني خبرې کړې دي

ولسمشر غني د امریکا له مرستیال ولسمشر سره تلیفوني خبرې کړې دي. ولسمشر په یوه ټوېټ کې ویلي چې دواړو لورو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر تګلاره بحثونه کړي دي. ولسمشر ویلي دغه تګلاره دواړو لورو اغېزناکه او مثبته ارزولې ده. د امریکا مرستیال ولسمشر ویلي چې له افغان ځواکونو او افغان حکومت ددوی ملاتړ دوام لري او د افغان ځواکونو زړه ورتیا یې ستایلې ده. دواړو لورو همدا راز د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو په اړه هم بحثونه کړي دي او ټینګار یې کړی چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي. افغان ولسمشر او د امریکا مرستیال ولسمشر داسې مهال د امریکا تګلاره بریالۍ بولي چې ډيری افغان او بهرني څارونکي دغه تګلاره ناکامه او خونړۍ بولي. دوی په دې باور دي چې دغه تګلارې نه یوازې ترهګر کمزوري نه کړل بلکې دوی یې پیاوړي کړل او ملکي مرګ ژوبله یې ډېره کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *