ولسمشر غني وايي، هیڅوک حق نه لري له پولیسو سره له زوره کار واخلي. نوموړي زیاته کړې که چېرته چا داسې کار وکړ، د تثبيت او پېژندو پرمهال په له قانوني تعقيب سره مخامخ شي. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته د کورنیو چارو وزارت له امنیتي معین، د کابل له امنیه قومندان او د کابل ښار د پولیسو د حوزو له امرینو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي دي. سرچينه کاږي، دغه کتنه، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لوی پاسوال اختر محمد ابراهیمي او د کابل امنیه قومندان مل پاسوال محمد داوود امین د کابل ښار د عمومي امنیتی وضعیت، ننګونو، ستونزو، حللارو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې. د خپرپاڼې له مخې، ولسمشر زیاته کړه، د وسایطو او تجهيزاتو په برخه کې د پولیسو د اړتیاوو د رفع کولو لپاره دې جدي توجه وشي. پولیس او د هېواد ټول اوسېدونکي مکلف دي چې قانون رعایت کړي او هیڅ فرد نه شي کولی د پولیسو پر ضد له زوره کار واخلي چې د تثبیت او پېژندو په صورت کې به له قانوني تعقیب سره مخامخ شي.
