پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته وړاندې شي او له جګړو لاس واخلي

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته وړاندې شي او له جګړو لاس واخلي

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته وړاندې شي او له جګړو لاس واخلي. ولسمشر نن د اوربند پای ته رسېدو په اړه په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغان حکومت د سولې په برخه کې خپلواک دی او یوازې د ولس اراده تعقیبوي. ولسمشر زیاته کړه، چې له دې وروسته اوربند پای ته ورسید او افغان ځواکونه تعرضي بریدونه کولی شي. دده په وینا خو هر کله چې طالبان وغواړي افغان حکومت ورسره له لسو ورځو تر یوه کاله اوربند اعلانوي. ولسمشر غني وویل، علماوو افغان طالبانو ته قرآن کریم او افغان کورنیو خپل بچي دوی ته وړاندې کړي چې سوله وکړي او جګړه دې ودروي. هغه وویل، چې سوله دده تګلاره ده او لا هم د سولې لپاره هڅه کوي. دده په خبره امریکا پخپله تګلاره کې نظامي قوت کارونه هم د سولې لپاره او همدا راز د با ثباته او امن افغانستان لپاره ده. ولسمشر همدا راز وویل، چې افغان حکومت د سولې او مذاکراتو په برخه کې خپلواک دی. د دیني علماوو او ولس خبرو ته ارزښت ورکوي او د سولې په اړه په ملت کې ملي اجماع شته ده. هغه پر ولس هم غږ وکړ چې نور دې طالبان خبرو ته حاضر کړي او پر دغه ډله دې فشار ډېر کړي. دده په وینا ولسمشر د ولس هرې خبرې ته غوږ نیولی اوس د طالبانو وخت دی چې خپل ملت وژني او که امن هېواد ورته جوړوي. هغه د طالبانو لپاره د امنو سیمو په اړه هم وویل، چې حکومت داسې کومه طرحه نه لري او په دې برخه کې سیاسي اجماع نشته ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: