پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ولسي جرګه:بهرني ځواکونه په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو لپاره پر عامو خلکو هوايي بریدونه کوي

ولسي جرګه:بهرني ځواکونه په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو لپاره پر عامو خلکو هوايي بریدونه کوي

د ولسي جرګې غړي وايي، بهرني ځواکونه په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو لپاره پر عامو خلکو هوايي بریدونه کوي.
وکيلانو د ولسي جرګې د پرونۍ عمومي غونډې په امتيازي ساعت کې د خبرو پر مهال په کندوز کې پر عامو خلکو د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه په کلکو ټکو وغندل. د وکیلانو په خبره چې بهرني ځواکونه په لوی لاس غواړي خلک له حکومته لرې کړي او د وسله والو لیکې پياوړې کړي.
په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال ساپي وویل، دا هر څه یو پلان شوی کار ښکاري او امریکا غواړي په سیمه کې جګړې خونړۍ او تودې شي.
د ده په خبره، په دغه ډول بریدونو له حکومت د خلکو کرکه زیاتېږي، د ترهګرو لیکې پياوړې کېږي او ترهګرو ته د جنګياليو د جذب چارې اسانه کېږي.
ګڼو نورو وکیلانو هم په کندوز کې پر ملکي وګړو هوايي بريد وحشیانه، غیر انساني او ستر بشري جنایت وباله. دوی پر حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د بهرنیانو د خپلسریو مخه ونیسي او د دغه ډول پېښو په اړه دې جدي او هر اړخیزه پلټنه وکړي.
د ولسي جرګې ريیس عبدالرؤف ابراهیمي د وکيلانو تر څرګندونو وروسته وويل: «د نړیوالو دوستانو د هوايي ځواکونو له لوري د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې چې کوم جنایتکاره بمبار شوی، له دې سره په خوا کې چې غندو او محکوموو یې، د حکومت په رهبري غږ کوو چې له ناټو سره د عملیاتو په برخه کې خبرې وکړي او په عملیاتو کې له دقت نه کار واخلي، د داسې ناوړه پېښو تکرار د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دی».
د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې دغه هوايي بريد د تېرې پنجشنبې ورځې ماسپښین شوې چې د ولایتي چارواکو په وینا پکې څوارلس تنه ملکیان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، وژل شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې په کندز کې ورته پېښه کېږي، بلکې د روان لمریز کال د حمل په ۱۳ مه د دشت ارچي ولسوالۍ پر یوه مدرسه هم په هوايي بريد کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي وو.
تازه، همدا پرون د دغه ولايت په قلعه‎ زال ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون لس ملکي وګړي وژل شوي دي.
په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی انجنير کمال وايي، د کندز د چهاردرې ولسوالۍ پېښه د ولسوالۍ د ودانۍ په دوه سوه مترۍ کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: «د چهاردرې ولسوالۍ تعمیر ته په دوه سوه مترۍ او یوې پوستې ته په سل مترۍ کې درې کورونه چې دا کورونه خلکو امن ګڼل، د ړندو قواوو له لوري په ډېره بې رحمانه توګه بمبار شول چې پکې ښځو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ».
ملي دفاع وزارت وايي چې د کندز د پېښې په تړاو د پلټنو لپاره يې يو پلاوی سيمې ته لېږلی دی.
د پوځي چارو یو شمېر شنونکي وايي چې اړوند ارګانونه د عملياتو پر مهال همغږي نه لري چې له کبله يې ډېر کله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
پوځي شنونکی باري عارض وايي، دقیق کشفي اطلاعات او معلومات کولای شي، په هوايي بريدونو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *