سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولسي جرګې حامد ګیلاني د( ای ایس ای)ایجنټ او طالبانو د ویاند په توګه یاد کړ.

ولسي جرګې حامد ګیلاني د( ای ایس ای)ایجنټ او طالبانو د ویاند په توګه یاد کړ.

دافغان ولسي جرګې یو شمېر غړو نن په جرګه کې د اسلامي محاذ ګوند د مشر وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون وښود. دوی حامد ګیلاني د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) او طالبانو د ویاند په توګه یاد کړ.

شکیبا هاشمي وویل چې وروستیو کې د افغان حکومت ټولې هڅې بریالۍ شوې او امریکا پر پاکستان خپلې مرستې ودرولې؛ خو حامد ګیلاني د دغو هڅو د ناکامو کوښښ کوي.

عارف رحماني هم وویل، چې ګیلاني په دې څرګندونو د یادو دوه ډلو ویاند شو او ملي ګټې يې نقض کړې.

اقبال صافي وویل چې ګیلاني دې په دغو څرګندونو عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. حمیدزي لالي بیا وویل، که چېرې طالبان په افغانستان کې وي؛ نو یو به ګیلاني وي او بل به اکرم خپلواک وي.

اکرم خپلواک د ولسمشر ستر سلاکار دی.

حامد ګیلاني چې د سولې د عالي شورا د پخواني مشر سید احمد ګیلاني زوی او د اسلامي محاذ ګوند مشر دی، څو ورځې وړاندې يې ویلي وو چې د طالبانو مشران په افغانستان کې دي.

ګیلاني دا څرګندونې داسې مهال کړي چې افغان حکومت او بهرني ملاتړو يې پر پاکستان فشارونه زیات کړي او دغه هېواد د وسله والو په ملاتړ تورنوي.

ملي امینت هم نن په یوه اعلامیه کې د ګیلاني خبرې رد کړې او هغه يې غېر مسوولانه وبللې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: