سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د شکایتونو شمیر تر لسو زرو ورسېد

ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د شکایتونو شمیر تر لسو زرو ورسېد

د تاکنیزو شکایتونو کمېسیون ډاډ ورکوي چې د شکایتونو څیړل به د لومړنیو پایلو اعلان ونه ځنډوي خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، ددې احتمال شته چې د پایلو اعلان وځنډیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هیله لري چې د ټاکنو پایلې په خپل وخت اعلان شي.

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې د خلکو د شکایتونو د ثبت وخت وړمه شپه پای ته رسیدلی دی.

په دې موده کې له لسو زرو زیات شکایتونه ثبت شوي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کار یې سخت کړی دی.

دغه کمیسیون زیاتوي چې تر دیرش عنوانه زیات شکایتونه ثبت شوي چې حجم يي ډير زیات دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټینګار کوي چې په ټاکلې نیټه چې د لړم نولسمه ده لومړنۍ پایلې به ولس ته اعلان کړي خو په ورته وخت کې کمېسیون پیچلی سیسټم هغه څه بولي چې په خبره یې ممکن د پایلو اعلان وځنډ وي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون بیا ډاډه دی٫ چې لومړۍ پایلې به په خپل وخت اعلان شي.

ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسی جرګې ټاکنو کې ثبت شویو شکایتونو د څیړلو لپاره پنځلس ورځې موده ټاکلې خو د شکایتونو په زیاتیدو به ښايي دا موده پنځلس ورځې نوره هم وغځول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: