دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولس مشر اشرف غنی دوه لوړ پوړي چارواکي اسلام اباد ته لیږلي دي

ولس مشر اشرف غنی دوه لوړ پوړي چارواکي اسلام اباد ته لیږلي دي

ولسمشر اشرف غني د کابل د وروستيو بريدونو د شواهدو او ثبوتونو سره د ملي امنيت رئيس او د کورنيو چارو وزير اسلام اباد ته لېږلى دى.

يوې باوري سرچينې د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت رئيس معصوم ستانکزى او د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک نن سهار له کابل څـخه د اسلام اباد ته ولاړل.

سرچينې زياته کړې، چې دوى له ځانه سره ټول هغه ثبوتونه او شواهد وړي، چې په پاکستان کې مېشتو د حقاني ډلې او طالبانو د کابل په وروستيو بريدونو کې لاس لرل.

يادې باوري سرچينې وويل، چې افغان پلاوى به دا شواهد د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې مشر ( اى اېس اى) له مشر نويد مختار سره ګوري او دا اسناد به ورسره شريکوي.

سرچينه وايي، افغان پلاوى به له پاکستاني چارواکو غواړي، چې ټول هغه کسان افغان حکومت ته وسپاري، چې د کابل په وروستيو بريدونو کې يې لاس درلود.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو اونيو کې په کابل کې د خونړيو بريدونو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ولسمشر اشرف غني پرون په روغتون کې د يادو پېښو د ټپيانو د پوښتنې پر مهال په ډاګه کړه، چې ډېر ژر به ددې غچ واخلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: