یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وړ مه ورځ د داعش ډلې یو لوړ پوړی قمندان مولوي حیدر اورکزی وژل شوی

وړ مه ورځ د داعش ډلې یو لوړ پوړی قمندان مولوي حیدر اورکزی وژل شوی

وړمه ورځ د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ د للمې په سيمه کې په داعش وسله والو يوه چاودنه ترسره شوي چې په ترڅ کې درې تنه داعش وسله وال مړه شوي دي

د سيمې نه يو ځایي او باوري سرچينې د نوم نه خودلو په شرط ټرایبل نیوز ته وويل چې په یاده چاودنه کې د داعش ډلې د نازيانو ولسوالۍ مسٶل مولوي حيدر منصور هم وژل شوی دی

د یاد بريد پړه لشکراسلام منګل باغ ډلې منلې ده

یادونې وړ ده چې مولوي حیدر منصور د اورکزي
ایجنسۍ اوسیدونکی وو او دوه زره اوم میلادي کال کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا د اورکزۍ قبایلي سیمې امیر وو.

یاد قمندان د جماعت الاحرار وسله والې ډلې له جوړیدو نه وروسته د دې تنظیم په مرکزي شوری کې هم وو خو بیا یې په داعش وسله واله ډله کې شمولیت اختیارکړو
تر اوسه داعش وسله والو دخپل قمندان د وژلو په اړه څه نه دي ويلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: