سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / وکیلان:که بهرنیان شپني عملیات و نه دروي هېواد ته به ښې پایلې و نه لري

وکیلان:که بهرنیان شپني عملیات و نه دروي هېواد ته به ښې پایلې و نه لري

د ولسي جرګې غړي جنرال نقیب الله نن ددغه جرګې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، څو ورځې کېږي چې بهرنیو ځواکونو په لغمان، ننګرهار، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې شپني عملیات ترسره کړي دي. دده په خبره په دغو عملیاتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي او حکومت یې باید په اړه ځواب ووايي. د ولسي جرګې یاد غړي ویلي د ولایتونو ځایي چارواکي ددغه عملیاتو په اړه اقدام نه شي کولی، ځکه دا له کابل او امریکايي نظامي اډو پخپل زړه ولایتونو او ولسوالیو ته ځي او خونړي عملیات کوي. هغه پر مرکزي حکومت غږ وکړ چې ددغه کار مخه ونیسي او پر امریکایانو فشار راوړي چې شپني نظامي عملیات ودروي. جنرال نقیب الله ټینګار وکړ چې که په هېواد کې د بهرنیو او افغان ځواکونو شپني عملیات همداسې روان وي او ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واړول شي نو د هېواد د راتلونکې لپاره به ښې پایلې و نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: