په ولسي جرګه کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر سر پراخې ناندرۍ راولاړې شوې دي. د ولسي جرګې یو شمېر غړو په نننۍ غونډه کې وویل، چې ولسمشر د قانون خلاف د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل کړې ده. ځینې وکیلانو ویل، چې دوی افغانان نه دي او د ولسمشر دغه کار د قانون خلاف دی. خو د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي بیا وویل، چې د پېژندپاڼو ويش قانوني دی ځکه ولسمشر د قانون له مخې دغه پروسه پيل کړې ده. د ولسي جرګې اکثریت غړو بیا د هغه وکیلانو خبرې وغندلې، چې ځانونه افغانان نه بولي او د پېژندپاڼو د وېش مخالفت کوي. د دغه ډلې استازو په وینا ټول هغه کسان چې په افغانستان کې ژوند کوي افغانان دي او د یوه ملت تر نامه لاندې بېل قومونه خپل ژوند ته ادامه ورکوي. د وکیلانو په خبره هغه کسان چې ددې لړۍ مخالفت کوي، جاسوسان دي او له سفارتخانو هڅول کېږي څو له دغه ملي پروسې سره مخالفت وکړي.
