په داسې حال کې چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د وسلهوالو مخالفینو حملو زور اخیستی دا ځل په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو یو شمېر استازي د دغه ولایت د امنیتي وضیعت له خرابېدو اندېښنه څرګندوي.
د جرګې دوه غړي رنګینه کارګر او ګل محمد پهلوان وايي، که چېرې حکومت د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونهکړي فاریاب به له سقوط سره مخ شي.
دوی زیاته کړه:
“فاریاب یا د شمال دروازه له سقوط سره مخ ده او د کندز او فراه له برخلیک سره به مخ شي، د فاریاب په ۱۰ ولسوالیو کې یوازې مرکزونه او امنیه قوماندانۍ د حکومت په واک دي او بس.”
“په فاریاب کې ستونزې ډېرې دي، دا مهال د قورغان او قرمقل ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي او شیرین تګاب، دولتاباد، بلچراغ، جمعه بازار، ګرزیوان، المار او قیصار ټول محاصره دي.”
د فاریاب د سقوط اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې د وسلهوالو طالبانو تحرکات په غزني کې هم ډېر شوي وو.
د غزني د ولایتي شورا یوه غړي حسن رضا یوسفي رسنیو ته ویلي و چې وسلهوالو طالبانو د تېرې دوشنبې په شپه پر ده یک، جغتو، اجرستان او قرهباغ ولسوالیو باندې حملې کړې وې.
همدارنګه د غزني د ولایتي شورا مشرې لطیفې اکبري هم تأیید کړې چې وسلهوالو طالبانو په ده یک او جغتو کې څو پوستې نیولي او له ۲۰ ډېر دولتي ځواکونو تهیې مرګ ژوبله اړولې.
تر دې وړاندې وسلهوالو طالبانو د هېواد په جنوب لوېدیځ کې د فراه ولایت پر مرکز باندې تهاجمي حمله کړې وه او حتی د دغه ښار یو شمېر سیمې يې د څو ساعتونو لپاره نیولې وې.
د بغلان په تالهوبرفک ولسوالۍ کې هم په وروستیو درېیو اوونیو کې د امنیتي ګواښونو زیاتېدل د وسلهوالو طالبانو د حملو د زیاتېدو یوه بېلګه ده.
خو وسلهوالو طالبانو هغه مهال رسنیو ته ویلي و چې د بغلان تالهوبرفک او د غزني اجرستان ولسوالۍ د دوی په کنټرول کې دي.
په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، یوازې په المار او دولتاباد کې د وسلهوالو مخالفینو ګواښونه محسوسېږي خو په وینا یې چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
“د فاریاب ولایت له ګواښونو سره مخ و، په ځانګړي ډول المار او دولتاباد، خو اوسمهال دغه ولسوالۍ زموږ تر کنټرول لاندې دي او موږ به له ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې له فاریاب ولایت څخه دفاع وکړو.”
په همدې حال کې یو شمېر افغان کارپوهان له هغې ډلې بشیر بېژن په دې باور دی چې وسلهوالو طالبانو په روان کال کې خپلو حملو ته ځکه زور ورکړی چې انتخابات له ننګونو سره مخ کړي.
نوموړي له امنیتي ارګانونو وغوښتل څو نوې امنیتي ستراتېژي طرحه او پلې کړي تر څو د وسلهوالو مخالفینو د روانو حملو او ګواښونو لپاره ځواب ویونکې وي.