دوشنبه , فبروري 17 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وکیلان: د ټاکنو لپاره پراخه درغلۍ روانې دي

وکیلان: د ټاکنو لپاره پراخه درغلۍ روانې دي

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي په ټاکنو کې د درغلیو په موخه له ګاونډیو هیوادونو سټیکر شوې جعلي تذکرې راروانې دي .

انديښنې دا دي چې د نوم لیکنې د مرکزونو تر څنګ اوس احتمالي نوماندان هم له ګواښ سره مخ دي او تازه په سمنګانو ولایت کې دوه نوماندان وژل شوي دي.

ولسي جرګې دټاکنو د امنیت د ټینګښت او د وروستیو ناامنیو دزیاتوالي په تړاو ملي دفاع ، کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت لوی رییس ورغوښتي و خو امنیتي چارواکي غونډې ته حاضر نه شول.

دا په تېرو دوه اوونیو کې څویم ځل دی چې د امنیتي ادارو مسوولین کله په پارلمان او کله په مشرانو جرګه کې غوښتل شوي و.

وکیلان اندیښنه لري که وضیعت په همدې توګه دوام وکړي نو راتلونکې ټاکنې به له درغلیو ډکې او د بحران لامل به شي .

په سمنګان کې د ولسي جرګې لپاره د دوه تنو نوماندانو وژل کیدو د ولسي جرګې غړي اندیښمن کړي.

وکیلانو پر حکومت غږ وکړ چې د جګړې په تړاو تګلارو کې بدلون راولي او هغه ولایتونه او ولسوالۍ دې د سقوط له ګواښ وژغوري چې اوس ورسره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: