دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وکیلان: د پاکستان له سرغړونو دې ملګرو ملتونو ته شکایت وشي

وکیلان: د پاکستان له سرغړونو دې ملګرو ملتونو ته شکایت وشي

افغان حکومت دې د پاکستان د وروستیو سرغړونو له امله ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، چې پاکستاني پوځیانو پر کونړ توغندي توغولي او د راپورونو له مخې ددغه ولایت پر یوه برخه یې هوايي برید کړی دی. د ولسي جرګې غړو د پاکستان دغه کار له ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو سره په ټکر کې عمل بللی دی او له حکومت او ولسي جرګې یې وغوښتل چې د پاکستاني پوځیانو ددغه کار له امله ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي. وکیلانو همدا راز کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر ګټور و نه باله او په وینا یې دغه ډول سفرونه تر هغه پورې پایله نه لري، چې پاکستان په عملي توګه د ترهګرو له ملاتړه لاس نه وي اخیستی. وکیلانو همدا راز د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو هم نیوکه وکړه، چې د پاکستان د سرغړونو په اړه پټه خوله دي او ددوی د سرغړونو پر وړاندې هېڅ راز غبرګون نه ښيي. پاکستان له څو کلونو راهیسې پر کونړ د توغندیو بریدونه کوي، خو په دې وروستیو کې یې په یوه بې مخینې اقدام کې پر کونړ هوايي بریدونه هم کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: