سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وکیلان: د کندوز هوايي برید، ستر وحشت او ترهګریز برید ته ورته دی

وکیلان: د کندوز هوايي برید، ستر وحشت او ترهګریز برید ته ورته دی

په کندوز کې وروستي هوایي برید د هېواد په پارلمان کې له توند غبرګون سره مخ شو. د ولسي جرګې غړو نن په امتیازي ساعت کې د کندوز په دشت ارچي کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید په کلکو ټکو غندلی دی او هغه یې یوه ترهګریز برید ته ورته بللی دی. د ولسي جرګې د غړو په وینا پر مدرسه، جومات، کلینیک او ورته عامه ځایونو برید له ټولو نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او د بشر پر وړاندې ستر وحشت دی. دوی پر ملکي وګړو د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه وغندل او په وینا یې دا لومړی ځل نه دی او که حکومت او ولسي جرګه پټه خوله وي نو ښايي وروستی برید هم نه وي. وکیلانو دغه برید ترهګریز برید ته ورته وباله. دوی پر حکومت غږ وکړ چې د امریکا د خپلسریو او بهرنیو ځواکونو د وحشتونو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي. د ولسي جرګې غړو همدا راز وویل، چې د هېواد کشفي ارګانونه کمزوري دي او د څو طالبانو لپاره یې لسګونه ملکي وګړي د کندوز په دشت ارچي کې ووژل. وکیلانو همدا راز ددغه ډول وحشیانه بریدونو ستر لامل له امریکا سره د ستراتيژیک تړون موجودیت وباله او په وینا یې دغه تړون باید لغوه شي. د ولسي جرګې ډېری غړو همدا راز پر امنیتي ارګانونو نیوکه وکړه، چې د مسایلو په کشف او استخباراتي معلوماتو پيدا کولو کې کمزوري دي او د ملکي وګړو ژوند ته هېڅ پام نه کوي. ډېری وکیلانو د امنیتي ادارو د مشرانو لرې کول هم غوښتل. دوی د کندوز د پېښې پر هر اړخیزې څېړنې ټينګار کاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: