چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / تفریح / ویرات کوهلی زيات شمېر نړیوال ريکارډونه په خپل نوم کړي

ویرات کوهلی زيات شمېر نړیوال ريکارډونه په خپل نوم کړي

د هندوستان لوبډلې پياوړي توپوهونکي (ويرات کوهلي) په نړيوال کرکټ کې زيات شمېر ريکارډونه په خپل نوم کړي، هغه تر ټنډولکر وروسته د هندوستان تر ټولو پياوړی لوبغاړی شمېرل کېږي او ممکن چې په نږدې راتلونکي کې د ټنډولکر ځينې ريکارډونه هم مات کړي.

ويرات کوهلي د وېسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې په دوه پرلپسې يوه ورځنيو سياليو کې سليزې ووهلې چې دې سره يې د يوه ورځني کرکټ (لس زره) منډې پوره کړې، وېرات کوهلي په (۲۰۵) پاڼيو کې دغو منډو ته ځان ورساوه چې دا يو نړيوال ريکارډ دی. وېرات کوهلي په يادو پاڼيو کې (۳۷) سليزې وهلې دي.

وېرات کوهلي په چټکۍ سره په تدريجي ډول لس زره منډو ته ځان ورساوه:‎

۱۰۰۰ منډې: په (۲۴) پاڼيو کې

۲ زره منډې: په (۵۳) پاڼيو کې

۳ زره منډې: په (۷۵) پاڼيو کې

۴ زره منډې: په (۹۳) پاڼيو کې

۵ زره منډې : په (۱۱۴) پاڼيو کې

۶ زره منډې : په (۱۳۶) پاڼيو کې

۷ زره منډې: په (۱۶۱) پاڼيو کې

۸ زره منډې: په (۱۷۵) پاڼيو کې

۹ زره منډې: په (۱۹۴) پاڼيو کې

۱۰ زره منډې: په (۲۰۵) پاڼيو کې

ويرات کوهلي تر دا مهاله د (۲۱۳) يوه ورځنيو سيالیو په (۲۰۵) پاڼيو کې ټولې (۱۰۰۷۶) منډې جوړې کړې دي، چې د نړۍ په کچه ديارلسم زياتې منډې جوړوونکی لوبغاړی دی.

له (۲۰۱۰)م کال راهيسې ويرات کوهلي هر کال د هندوستان لپاره تر ټولو زياتې منډې جوړوي، چې يوازې په (۲۰۱۵)م کال کې روهېت شرما تر ده زياتې منډې جوړې کړې وې.

په يوه ورځنيو سيالیو کې ويرات کوهلي تر ټنډولکر وروسته د نړۍ دويم زياتې سليزې جوړوونکی لوبغاړی دی، ټنډولکر (۴۹) او وېرات کوهلي بيا (۳۷) سليزې وهلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: