جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ویل کیږي چې نن به افغان ولس مشر لومړۍ الکترونیکي تذکره واخلي

ویل کیږي چې نن به افغان ولس مشر لومړۍ الکترونیکي تذکره واخلي

ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) وایي، نن به ولسمشر اشرف غني لومړۍ الکترونیکي تذکره واخلي او دغه پروسه به رسماً پېل کړي.
د ارګ پر فېسبوک پاڼه څو شېبې وړاندې ولیکل شول چې دغه مراسم به نن سهار نهه بجې له ملي ټلویزیون نه ژوندي وښودل شي.
ولسمشر نږدې یوه میاشت وړاندې د الکترونیکي تذکرې له پاره نوم ثبت کړی و، خو د یو لړ مخالفتونو له امله یې تذکره نه وه اخیستې چې نن به دغه چاره پېل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: