چهارشنبه , اپریل 21 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / ویکلي:امریکا د افغانستان جګړه بایللې ده

ویکلي:امریکا د افغانستان جګړه بایللې ده

دې ویکلي سټنډرډ په نامه نشریه په یوه مطلب کې لیکي چې د افغان جګړې پای دی، خو امریکا دغه جګړه بایللې ده. د سرچینې په وینا جګړې شدېدې شوې دي، تلفات لوړ شوي دي، د طالبانو تر لاس لاندې سیمې ډېرې شوې دي او دا په دې مانا ده چې امریکا د جګړې بایلونکې ده. د نشریې په خبره تېره ورځ وسله والو ان د ولایت مقام په منځ کې په کندهار کې لوړپوړي چارواکي په نښه کړل او لوړپوړی نظامي قومندان جنرال رازق هم په دې ډله کې دی. ویکلي زیاتوي چې دا مسئله د جدي پلټنې اړتیا لري، ځکه د افغانستان جګړه یوه نوي کړکېچ ته ننوځي. په مطلب کې وړاندې راځي چې امریکا له نوې تګلارې او نوو سرتېرو سره سره په دې بریالۍ نه شوه چې افغان جګړه په نسبي توګه کنټرول کړي او دا جګړه تر پخوا لا خونړۍ او شدیده شوه. په دې اوږده مقاله کې راغلي چې طالبان لا هم ځان ته اسلامي امارت وايي او کله چې له امریکا سره خبرې کوي، نو هم د اسلامي امارت له ادرسه یې کوي. په مطلب کې پر امریکا غږ شوی دی چې پر خپله تګلاره له سره کتنه وکړي او په دغه هېواد کې د میلیاردونو ډالرو په بیه تمامه شوې او اوږده جګړه نوره پای ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *