له طالبانو سره د سولې د خبرو لپار یو مرکچي ټیم جوړ شوی چې په واشنګتن او کابل کې د امریکا په سفارت کې فعالیت کوي.
تر اوسه د دغې ډلې د کارونو د پیل په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو د سولې عالي شورا ویلي، له دغې ډلې سره به په ګډه د سولې برخه کې کار وکړي.
د دغې ډلې د رامنځته کېدو خبر د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز تائید کړی دی.
مېرمن ویلز طالبانو ته خبرداری هم ورکړی چې د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدی.
د سولې د خبرو اترو د پیل په برخه کې د امریکا له لوري د مرکچي ټيم رامنځته کېدل د سولې په برخه کې خوشبینۍ زیاتې کړي.