یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / يوې مور د زوی نه هغه لګښت واخيست چې پر زده کړو يې شوی

يوې مور د زوی نه هغه لګښت واخيست چې پر زده کړو يې شوی

د تایوان یوې محکمې یو کس ته امر کړی چې خپلې مور ته هغه لګښت ور کړي چې ده ته په ښوونه او د غاښ جوړولو پر زده یې کړی دی. له دغه لګښت لس لکه ډالر جوړېږي. مور له خپل زوی سره پر ۱۹۹۷ کال یوه تړون لاسلیک کړی، هغه مهال دا هلک ۲۰ کلن و. د تړون له مخې له زدکړو بشپړولو وروسته به زوی مور ته د خپل میاشتني عاید ۶۰ سلنه ور کوي.
کله چې څو کاله زوی له دغه تړون سره سمې پیسې ور نه کړې، نو مور یې عریضه وکړه.
د بچي ټینګار دا و چې د روزنې پیسې اخیستل مناسب نه دي. خو محکمې ویل چې تړون یې کړی او اوس به داسې کوي. زوی ته امر شوی چې د تېرو میاشتو ټولې پیسې له سود سره مور ته ور کړي.
د مور نوم (لو) بلل شوی، له مېړه تر طلاق وروسته یې خپل دوه بچي روزلي دي. مېرمن لو وايي، خپلو بچیانو ته د غاښ جوړولو پر زدکړو یې په لکونو ډالر لګول، خو له دې سره بیا هم وېرېدله چې هسې نه دواړه بچي یې په بوډاتوب کې خیال ونه ساتي.
وايي، په دې دلیل یې له دواړو بچیانو سره تړون وکړ چې تر زدکړو بشپړولو وروسته به د خپل عاید یوه برخه دې ته ور کوي چې د دوی د زکړو د لګښت په اندازه وي.
دا وايي، د بچیانو په زدکړو یې ۱۷ لکه ډالر لګښت کړی دی. رسنۍ وايي، مشر زوی د تړون له مخې د خپل عاید لږ برخه مور ته ور کوي. خو کشر زوی یې- چې (چو) نوم ور کړل شوی وايي، کله یې چې له مور سره تړون کاوه، هغه مهال ډېر کوچنی و، ځکه دا تړون سم نه دی.
چو په دې باور دی چې خپله یې هم څو کلونه د مور د غاښونو کلینیک کې کار کړی دی او له هغه ډېرې پیسې یې پرې ګټلې دي چې غوښتنه یې کوي. خو د سترې محکمې ویاند ویلي چې قاضیانو د مور په ګټه پرېکړه وکړه او دلیل یې دا و چې زوی د تړون لاسلیکولو پرمهال ځلمی و او له کوم زور زیاتي سره مخ نه و.
سرچينې وايي، تایوان کې د قانون له مخې لوی زامن د بوډا مور پلار د ساتلو پاللو لپاره پیسې ور کوي او که داسې ونه کړي نو ډېر میندې پلرونه عریضه نه کوي. دا وايي، دا عریضه ځکه ایښوونکې وه چې د زوی او مور ترمنځ تړون شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: