سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / ١۴ کلن فېس بک د افغانانو او پاکستانیانو د خوښې حجره

١۴ کلن فېس بک د افغانانو او پاکستانیانو د خوښې حجره

د فېس بک د زیږدنې ١۴ کاله وروسته، په اسلامي جمهوریه پاکستان کې د فېس بک تر ټولو مشهوره پاڼه د اردو ژبي پاپ سندرغاړي عاطف اسلم او په اسلامي جمهوریه افغانستان کې د دري ژبې مشهورې هنر مندې اریانا سعيد ده.

د ان لاین پاڼو څارونکې ویب پاڼه “انټرنېټ ورلډ سټېټس” ليکي په تېرو ١۴ کالو کې په افغانستان کې د فېس بک د کارونکو شمېره د ۴ میلینه څخه سېوا شوې ده. د هېواد ټوله ابادي نزدې ٣٣ میلینه ده. په افغانستان کې د فېس بک په کارونکو کې د لوبو، فنونو او سیاسي موضوعاتو خوښونکي ډېر دي.

د افغانستان په مقابله کې په پاکستان کې نزدې ٣٠ میلینه خلق فېس بک کاروي. د ٢٠١٧ د سر شمېرو تر مخه د هېواد ټوله ابادي د ٢١ کروړو څخه سوا ده.

د فېس بک پاڼې ماليت د افغانستان د ١٢ کالو د بوديجې څخه سوا او د یوې میاشتې په سر ٢.٢ بیلینه کارونکي لري. د ټولې نړۍ ابادي ٧.٦ بیلینه ده.
د افغانستان څخه د انگریزۍ ورځپاڼې دي کابل ټایمز د یو رپورټ تر مخه د هېواد ٨.٦ فيصده اولس انټرنیټ کاروي. اخبار ليکي “د ټولنيزو رسنیو کارونکي زیاتره ځلمي دي”
د افغانستان په شان په پاکستان کې هم د فېس بک زیاتره کارونکي ځلمي دي چې د سیاست، مذهب، هنر، لوبو او ټوکو ټکالو خوښونکي پکې زیات دي.

“انټرنېټ ورلډ سټېټس” ښايي په پاکستان کې په سر لس پاڼو کې په اتم نمبر پاڼه د “ډیفنس پاکستان” ده، ددې پاڼې سره ٨١ لکه خلک دي، دا پاڼه څو ک ساتي؟ نه ده معلومه، خو زیاتره وخت پرې د پاکستان د پوځ او دين اسلام په حق کې او گاونډي هېواد هندوستان او په پاکستان کې د ټولڼزرو فعالينو په ضد ليکونه او فلمونه خپریږي.
په پاکستان کې تحريکونه او فېس بک.
په فېس بک پاڼه په پاکستان کې په تېرو څو کالو کې د سیاست، مذهب او لوبو د هلو ځلو ځای تر ټولو زیات ليدل کیږي. په فیس بک د ټولڼیزو فعالينو لخوا په پوځي ادارو د تنقيد سوا کیدلو او د اذاد خیالو د څېړنو په خلاف په عدالتونو کې مقدمې هم جوړې شوي دي. د پاکستان حکومت فېس بک ته په هېواد کې د گڼ شمېر پاڼو د تړلو خواستونه هم کړي دي.

د کرکټ د پخواني ستوري عمران خان د تحريک انصاف گوند په حقله گمان کیږي چې ددې گوند په بره بوتللو کې د فېس بک پاڼې څخه لوی کار اخستل شوی دی.

په پاکستان کې په فېس بک تازه تحريک د پښتنو ” پښتون لاریون” دی. د وزيرستان څخه د پښتنو ځلمو دغه تحريک د خېبر پښتونخوا په لاره پایه تخت اسلام اباد ته رسیدلی دی. دغه تحريک په کراچۍ ښار کې د پولیسو په نقلي مقابله کې د وژل شوي نقيب الله مسيد د قتل په تور کې د مفرور پوليس افسر راو انوار د نیولو غوښتنه کوي.

هم روان کال د پنجاب صوبې په قصور ښار کې د شپږ کلنې ماشومې زېنب سره د جنسي زیاتي او بیا د قتل کولو پېښه په فېس بک په ټول هیواد کې مشهوره شوې وه.
ددې څخه علاوه په کال ٢٠١٧ کې د پښتونخوا صوبې په مردان ښار کې د مذهب د سپکاوي په تور کې د بې گناه وژل شوي مشال خان د قاتلانو په ضد هم په فېس بک د هېواد په کچه یو تحریک پیدا شو. دمشال خان پاڼه د فېس بک ادارې په اعزازي توگه ژوندۍ ساتلې ده.
په کال ٢٠١٢ کې د جينکو د تعليم لپاره کار کونکې ملاله یوسفزۍ د طالبانو حمله د پاکستان په تاريخ کې د فېس بک تر ټولو مشهوره موضوع وه. دغه پېښه په ټوله نړۍ کې مشهوره شوې وه. ملاله ته نوبل په ٢٠١۴ کې د امن جایزه ورکړې ده.

په افغانستان کې تحريکونه او فېس بک
په افغانستان کې لکه د منځني ختيځ په رنگه د فیس بک په لاره کوم ستر انقلاب خو نه دی جوړ شوې خو د زیاتره افغان کارپوهانو گمان دی د کال ٢٠١۴ په صدارتي ټاکنو کې صدر اشرف غني خپل غږ ځلمي کول ته د فیس بک په لاره رسولې وو. البته د “انټرنېټ ورلډ سټېټس” ترمخه د افغانستان د فېس بک په مشهورو پاڼو لرونکو کې د اجرایه ريس ښاغلي عبدالله عبدالله پاڼه په دریم نمبر ده او د ښاغلي غني په نوم کومه ځانگړې یا سرکاري پاڼه په سر لس پاڼو کې نشته دی. په افغانستان کې تر ټولو زیات مينه وال د وتلې هنر مندې اریانه سعيد د پاڼې “افغانستان مايي پېشن” لري چې شمار یې ٣.٩ میلینه ده.
په افغانستان کې په حکومت د ټولڼیزو غږونو تر ټولو چټک تنقيد د کال ٢٠١٧ په نيمايي کې هغه وخت شوې وو کله چې د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان سره په کابل کې د کرکټ ټي- ټونټي دوستانه لوبو اعلان وکړو.
خوهم دغه مهال په کابل کې په یوه چاودنه کې د ٩٠ کسانو د وژل کیدلو ورستو افغان استخباراتي ادارو تور پورې کړو چې د دغې حملې منصوبه د پاکستان په خاوره جوړه شوې وه.
د دې خونړۍ پېښې ورستو د کر کټ سره د انتها تر حده مينه لرونکو افغانانو په ټولڼیزو رسنیو د حکومت نه د پاکستان سره د لوبو د ختمولو غوښتنې شورو کړې او افغان حکومت یې یواځې په دوه ورځو کې د دغه لوبو نه لاس په سر کولو ته مجبوره کړې وو.
ددې نه علاوه په یو شمېر نورو مهمو پېښو کې یوه پېښه په کال ٢٠١٥ کې د ٢٧ کلنې فرخنده مالکذاده وژنه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: