پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ټاکنو کمیسون:را روانې ټاکنې به په خپل وخت تر سره کیږي

ټاکنو کمیسون:را روانې ټاکنې به په خپل وخت تر سره کیږي

د ټاکنو کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې ټاکنو کمیسیون ټاکل شوي مهالوېش ته ژمن دی او راتلونکې ټاکنې پر خپل وخت ترسره کېږي. هاشمي د رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکي ټاکنې به ځنډېږي. نوموړي د بایومیتریک سیستم په اړه هم هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکي ستونزې لري او کارنده نه دي. دده په خبره بایومیتریک سیستم معیاري او باوري دی او د ټاکنو په شفافیت کې به مرسته وکړي. هغه همدا راز ټولو حکومتي کارکوونکو او نورو چارواکو ته خبرداری ورکړ، چې د ټاکنو په پروسه کې دې مداخله نه کوي. دده په خبره د ولسمشر د حکم له مخې هر څوک چې په ټاکنو کې مداخله وکړي، د اړوندو ادارو له لارې پېژندل کېږي، چې بیا عدلي او قضایي ارګانونو ته ور معرفي کېږي. هاشمي ټینګار وکړ، چې کمیسیون مستقل دی او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې په چارو کې یې مداخله وکړي. دده په خبره کمیسیون یوازې د هېواد ملي مصلحتونه او مسایل په پام کې نیسي او د هېڅ فرد شخصي فرمایش ته ارزښت نه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *