پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ټاکنو کمیسیون: د نن شپې تر اتو بجو پورې به د رايې اچوني بهیر دوام ولري

ټاکنو کمیسیون: د نن شپې تر اتو بجو پورې به د رايې اچوني بهیر دوام ولري

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د نن شپې تر اتو بجو پورې به د رايې اچوني بهیر دوام ولري. د ټاکنو کمیسیون چارواکو یادې څرګندونې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې کړې دي. د یاد کمیسیون د چارواکو په خبره هغه مرکزونه چې نن یې ناوخته کار پیل کړی او یا بند دي، هغه به سبا د رایې اچوونکو پر مخ پرانیستي وي. د سرچینې په خبره یاده پرېکړه یې د رایې اچونې په ځینو مرکزونو کې د تخنیکي ستونزو له امله کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې نن له غزني او کندهار پرته د هېواد په ټولو ولایتونو کې د رایي ورکوونې بهیر پیل شو، خو وروسته بیا راپورونه خپاره شول چې شاوخوا تر نهو بجو پورې لا ډېر مرکزونه د خلکو پر مخ تړلي و. وروسته بیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوه خبري غونډه کې د ځینې تخنیکي ستونزو له امله له ټولو هېوادوالو بخښنه وغوښته او په ټولو مرکزونو کې یې ستونزو ته د رسېدګي ژمنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: