یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ټایمز آف اینډیا: د درملنې په موخه هند ته تللی افغان قاچاقبر شوی دی

ټایمز آف اینډیا: د درملنې په موخه هند ته تللی افغان قاچاقبر شوی دی

یو افغان هند ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی دی. ټایمز اف اینډیا د هغه افغان په اړه لیکنه کړې ده چې هند ته یې نشه يي توکي قاچاق کول. نشریه لیکي، دغه افغان په لومړي سر کې ناروغ و، خو هند ته د درملنې تر تګ وروسته یې د نشه يي توکو د قاچاق چاره پيل کړې ده. دغه کس ۳۶ کاله عمر لري، محمد نادر خادم نومېږي او هندي پولیسو له دوو کلیوګرامه هیرویینو سره یو ځای نیولی دی. نادر په لومړي سر کې ددرملنې په موخه هند ته ځي، بیا له یوه بل افغان سره ملګری کېږي او د هغه په هڅونه هند ته د نشه يي توکو په قاچاق لاس پورې کوي. ټایمز اف اینډیا لیکي چې محمد نادر دمګړی په هند کې زنداني دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *