دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ:امریکا ته ورتلونکي کډوال انسانان نه،حیوانان دي

ټرمپ:امریکا ته ورتلونکي کډوال انسانان نه،حیوانان دي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، له میکسیکو څخه ورتلونکي سند نه لرونکي کډوال انسانان نه، حیوانات دي.

یو ایس ای ټوډی لیکي چې ټرمپ دغه خبرې کلیفورنیا ایالت کې کړي دي. ټرمپ ویلي، دوی هڅه کوي چې راشي، موږ یې د داخلېدو مخه نیسو، خو تاسو نه پوهېږئ چې دوی څومره بد خلک دي.
ټرمپ د میکسیکو حکومت او دېموکراتان ملامت کړل چې د دوی د مخې نیولو له پاره څه نه کوي.
له میکسیکو څخه هره ورځ یو شمېر کسان امریکا ته د ور اوښتو هڅه کوي. اوس ټرمپ پر دغې اوږدې پولې د دېوال جوړول پېل کړي دي.
ټرمپ له دې وړاندې هم د کډوالو په اړه توندې څرګندونې کړي چې بېلابېل غبرګونونه ورته ښودل شوي. ټرمپ د امریکا لومړی تر شعار لاندې د امریکا ژغورل غواړي.
پرون یوې بلې امریکايۍ ویلي چې پر میکسیکو سره پر پوله دې هغه څه وشي، کوم چې په غزه کې اسراییلي پوځیانو له فلسطینیانو سره وکړل چې دې خبرو یې سخت غبرګونونه راوپارول.
غزه کې د اسراییلي پوځ له لوري شاوخوا شپېته فلسطینیان ووژل شول او نږدې درې زره نور ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: