دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ:ایران په منځني ختيځ کې د ورانکارۍ تخم کرلی

ټرمپ:ایران په منځني ختيځ کې د ورانکارۍ تخم کرلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایراني مشرتابه د منځني ختیځ په لر او بر کې د وژنو، ګډوډیو او ورانکارۍ تخم د کرلو تور پورې کړی. نوموړي د ملګرونو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال له ایران سره د اتومي هوکړې له منځه وړلو په تړاو د خپلې پرېکړې دفاع کړې. ټرمپ دغه راز خپله اداره د امریکا په تاریخ کې تر ټولو کامیابه وبلله. د هغه دغو څرګندونو د عمومي غونډې ګډونوال وخندول. هغه ټینګار کاوه، چې امریکا د تېر په پرتله خوندي، شتمن او پیاوړی هېواد دی. ټرمپ دغه راز له شمالي کوریا سره د خپل هېواد ښو اړیکو وده او له چین سره سوداګرۍ کې سخت دریځ وستایل. ښاغلي ټرمپ هند د دې لپاره وستایه، چې په وینا یې میلیونونه خلک یې له بیوزلۍ راوایستل او په متوسط قشر بدل شول، د سعودي عربستان د نویو اصلاحاتو ستاینه یې هم وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *