یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ:غواړو چې د دوزخه ځانونه وباسو

ټرمپ:غواړو چې د دوزخه ځانونه وباسو

امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ تېره ورځ په يوه راپور کې څرګنده کړې ده، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان نه د خپلو سرتېرو د ويستلو تابيا ښودلې ده. سرچينې ويلي چې ټرمپ د امريکا د مشرانو جرګې جمهوريپال غړي رنډ پاول ته په ځانګړو خبرو کې ويلي، چې له افغانستانه د ځواکونو د ويستلو پلان لري.

د مشرانو جرګې دې غړي څرګنده کړې چې ولسمشر ټرمپ ورته وويل: «په عمومي توګه موږ غواړو له دې دوزخه ځانونه وباسو».

معلومه نه ده چې ټرمپ په خپله دې اراده کې څومره جدي دی، خو ولسمشرۍ ته له رسېدو وړاندې او د ولسمشرۍ په لومړيو وختونو کې نوموړي په کلکه له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ويستلو وويل، خو وروسته له دې خبرو تېر شو.

د شنونکو په اند ولسمشر ټرمپ په خپلو پرېکړو کې په بشپړ ډول خپلواک نه دی او په ډېری ورته مسايلو کې د امريکا د استخباراتي ادارو او پنټاګون تر فشارونو لاندې له راتلو وروسته له خپلو پرېکړو لاس اخلي. څه موده مخکې نوموړي له سوريې نه هم د خپلو ځواکونو د ويستلو پخه اراده څرګنده کړه، خو پنټاګون وويل چې هيڅ داسې کومه اراده نه لري او امريکايي ځواکونه لا هم په دې هېواد کې په جګړه بوخت دي.

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې امريکايي پوځي جنرالان افغانستان کې د جګړې پر غځولو او توندولو ټينګار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *