ټرمپ وایي د مي میاشت کې په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت په پلان شوې پرانیسته کې د ګډون لپاره اسرایلو ته پر سفر غور کوي. نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو له صدراعظم بینیامین نتانیاهو سره د لیدنې په پیل کې وویل، دی به په دې اړه مشوره او خبرې وکړي، او وبه ګوري چې څه کېږي. ټرمپ تېر کال هغه مهال عربي نړۍ او نور متحدان په غوسه کړل چې اعلان یې وکړه د امریکا متحده ایالات بیتالمقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت پیژني او خپل سفارت به له تلابیب څخه بیتالمقدس ته انتقال کړي. فلسطینیان ختیځ بیت المقدس د خپل راتلونکې دولت پلازمینه بولي، خو اسرائیلو ختیځ بیت المقدس لاندې کړی او ټول بیت المقدس خپله پلازمینه ګڼي.
