جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ افغان جګړه بلیک واټر کمپني ته سپارلو باندي خوښ دی

ټرمپ افغان جګړه بلیک واټر کمپني ته سپارلو باندي خوښ دی

بلومبورګ نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، د “بلک واټر” شرکت موسس ایریک پرنس چې اوس یې د شرکت نوم په اکاډمۍ بدل کړی ویلي چې کولای شي د افغانستان جګړه خصوصي کړي. په مقاله کې راغلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو له طرحې سره لیوالتیا ښودلې ده. د بلک واټر مشر باوري دی چې شپږ زره اجیر سرتیري کولای شي داسې یو کار وکړي چې یو لک او لس زره سرتیري یې نه شي کولای. د مقالې په اساس د سپینې ماڼۍ چارواکو چې نومونه یې نه دي یاد شوي ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو له طرحې سره لیوالتیا ښودلې ده. خو د مقالې لیکوال دا طرحه یوه مرګونې غلطي بللې ده. د لیکوال په باور د امریکا متحده ایالتو د پوځیانو خصوصي کول بالآخره د دې سبب کیږي چې ملي سټراټيژيکې موخې له جګړې نه د ګټې اخیستنې د انګیزې تر اغېز لاندې راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *