دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / ټرمپ او ځینې نورو مشرانو د میلیونونو انسانانو حقوق زیانمن کړي دي

ټرمپ او ځینې نورو مشرانو د میلیونونو انسانانو حقوق زیانمن کړي دي

د بښنې نړیوال سازمان:
ټرمپ او ځینې نورو مشرانو د میلیونونو انسانانو حقوق زیانمن کړي دي

د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د نړۍ ځینو نورو مشرانو بشري حقونه له پامه غوځولي دي. د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنیشنل اداره وایي، چې ټرمپ او ځینې نورو مشرانو داسې لاره غوره کړې چې، نور دولتونه به یې تعقیبوي. د یادې ادارې منشي سلیل شتي د دې ادارې لخوا د خپاره شوي راپور په یوه برخه کې ویلي اوس په داسې وخت کې واقع یو چې هیڅوک هم د بشري حقونو د خوندیتوب ضمانت نه شي کولي. شتي ویلي پر نړیوالو چارو کرکې او ویرې خپل سیوری غوړولی او په دې وختونو کې د ګوتو په شمار حکومتونه شته چې د بشر حقونه په پام کې ساتي. یادې ادارې تور پورې کړی چې السیسي، دوتیرته، مادورو، پوتین، ټرمپ او شي هغه مشران دي چې د میلیونونو انسانانو حقوق یې زیانمن کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: