پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ خپلو دیپلوماتانو ته ویلي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره هڅه وکړي

ټرمپ خپلو دیپلوماتانو ته ویلي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره هڅه وکړي

ټرمپ خپلو دیپلوماتانو ته ویلي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره هڅه وکړي. نیویارک ټایمز په خپل مطلب کې لیکي، په دې وروستیو کې سپینې ماڼۍ امنیت شورا او امریکايي ديپلوماتانو ته امر کړی، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي. بل پلو یادې رسنۍ ته افغان او امریکايي سرچینو هم تایید کړې چې د ټرمپ په تګلاره کې بدلون راغلی دی او هڅه کوي افغان جګړه د خبرو له لارې حل کړي. دا په تېرو ۱۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې امریکا غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. ورځپاڼه پخپل مطلب کې لیکي، چې په دې وروستیو کې پاکستان ته د افغان او امریکایي ديپلوماتانو سفرونه ډېر شوي دي او هلته پر دې کار روان دی، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره شي. نیویارک ټایمز لیکي، دا په دې مانا ده، چې امریکا غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او له طالبانو سره پرېکړې ته ورسېږي. په مطلب کې راځي د خبرو دقیقه نېټه نه ده روښانه شوې او نه هم دا په ډاګه شوې چې د امریکا دغه هڅې به نتیجه ورکړي کنه، خو له دې ټولو سره سره دا د افغان جګړې د پای لپاره ستره هیله رابرسېره کولی شي. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې طالبانو په ځلونو له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړې دي او وايي دوی افغان حکومت نه پيژني او يوازې امریکا سره مخامخ خبرو ته حاضرېږي، ځکه افغان حکومت او مشران يې بې واکه او يوازې د امريکا په امر چليږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *