
د امریکا د ایف بي ای ادارې پخواني مشر جیمز کومي ویلي چې د امریکا ولسمشر باید د هېواد ارزښتونو ته درناوی ولري. د کومي په خبره، تر ټولو مهمه دا ده چې ولسمشر باید ریښتیانی وي.
کومي له ای بي سي رسنۍ سره خبرو کې زیاته کړې چې ډونلډ ټرمپ له طبي پلوه د ولسمشرۍ وړ دی، خو له اخلاقي پلوه یې وړ نه دی.
پر ټرمپ باندې څو تنو جسم پلورونکو (پورن) ښځو تورونه لګولي دي.
د ټرمپ په اړه ویل کیږي چې روغتیایي وضعیت ښه نه دی. ټرمپ ته نږدې کسانو ویلي چې ټرمپ د لېونتوب په لومړیو پړاوونو کې دی.