دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ د ایران ولس مشر ته خبرداری ورکړی دی

ټرمپ د ایران ولس مشر ته خبرداری ورکړی دی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل ایراني سیال حسن روحاني پرونیو څرګندونو ته ځواب ویلی دی. ټرمپ په خپل یوه تازه ټویټ کې حسن روحاني ته ویلي دي چې امریکا ته دې ګواښ نه‌کوي، که نه له داسې پایلو سره به مخ شي چې په تاریخ کې يې ساری نه‌وي لیدلی. ډونالد ټرمپ خپل ایراني سیال ته ویلي دي، موږ اوس هغه هېواد نه ‌یو چې د تاوتریخوالي او وژنو په اړه ستاسو احمقانه خبرې وزغمو. ټرمپ په خپل ټویټ کې روحاني مخاطب کړی دی او ویلي یې دي چې پام دې کوي. تر دې یوه ورځ مخکې د ایران ولسمشر امریکا ته خبرداری ورکړی و چې له ایران سره سوله د هرې سولې مور ده او له ایران سره جنګ د ټولو جګړو مور ده. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي هم سخت انتقاد کړی دی او هغه او د ایران نور مذهبي مشران‌يې سپېڅلي منافقان بللي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *