شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ د جرمونو نړیوالې محکمې ته ګواښ کړی

ټرمپ د جرمونو نړیوالې محکمې ته ګواښ کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د جرمونو پلټلو ته دوام ورکړي نو سخت غبرګون به وښيي. د جرمونو نړیوالې محکمې په وار وار په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې د ښکېلو امریکایي سرتېرو د جرمونو د پلټلو خبره کړې، خو په هر ځل یې ټرمپ او ډېری نورو امریکایي لوړپوړیو چارواکو سخت مخالفت کړی دی. په دې وروستیو کې یو ځل بیا یادې محکمې اعلان کړی، چې په افغانستان کې به په جنګي جرایمو ککړ سرتیرې محکمې ته راکاږي خو ټرمپ پرې سخت غبرګون ښودلی او ګواښ یې کړی دی چې که یاده محکمه دا موضوعات را وسپړي نو سخت بندیزونه به ورباندې وضع کړي. هغه ویلي چې امریکا به له هرې ممکنې لارې د خپلو اتباعو دفاع وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *