د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمال خاشقجي د تري تم کېدو په اړه د سعودي عربستان په توضیحاتو په انتقاد سره وویل چې هغوی په ډاګه دوکه کړې او دروغ یې ویلي دي.
په واشنګتن پوسټ کې پهدې اړه د یوې خپرې شوې مرکې په اساس ډونالډ ټرمپ له خپل پخواني دریځ په شاه شوی چې ویلي یې و د سعودي دریځ چې جمال خاشقجي په یوه شخړه کې وژل شوی د باور وړ دی.
ټرمپ داسې وخت خبره کړې چې پرون د اکتوبر په یوویشتمه بریتانې، فرانسې او جرمني هم په یوه ګډه اعلامیه کې د جمال خاشقجي وژنه غندلې او د هغه څه په اړه چې شوي د سپیناوي غوښتنه کړې.
جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان په کنسولګرۍ کې وژل شوی دی.
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وویل، سې شنبه به د دې وژنې په اړه رښتیا په ډاګه ووايي.
جمال خاشقجي په امریکا کې اوسېده خو د خپل اصلي هېواد سعودي عربستان په اوسني رژيم یې انتقادي لیکنې کوې.
خاشقجي د یوه رسمي سند د اخېستلو لپاره د اکتوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته ورغلی و چې بیا یې مړی او ژوندی ترڅو ورځو ورک و او اوس عربستان منلې چې دی د سعودي له ځینو چارواکو سره په لانجه کې وژل شوی.