یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ له هند سره مېنه لرې

ټرمپ له هند سره مېنه لرې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي هند ورباندې ګران دی. نوموړي د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سوارج سره په لیدنه کې ویلي، چې هند یې ښه ملګری دی او له دغه هېواد سره مینه لري. سوشما سوارج هم ویلي چې هند له امریکا سره ښې اړیکې غواړي او په دې برخه کې به همکارۍ کوي. سوارج زیاته کړې چې د اړیکو د پراختیا لپاره ددواړو هېوادونو ترمنځ راشه درشه ډېره شوې ده. امریکا هڅه کوي په جنوبي اسیا کې له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړي. په همدې موخه په دې وروستیو کې هند ته د امریکا د نظامي او سیاسي چارواکو سفرونه ډېر شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *