یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / ټرمپ وايي د وسلوالو طالبانو سره خبري ناشوني دي

ټرمپ وايي د وسلوالو طالبانو سره خبري ناشوني دي

د امریکې ولسمشر په یوه تازه بیان کې له طالبانو سره د سولي خبري اتري د اوس لپاره ناشوني وبللي.

ټرامپ چې په سپینه ماڼۍ کې یې خبري کولي وویل، طالبانو سره خبري اتري د اوس لپآره لري خبره ده ځکه هغوي په کابل کې په څو خونړیو بریدونو باندي وښودله چې د ملکي خلکو ژوند ته درناوی نه لري .

په تیره یوه اونۍ کې نږدې پينځه سوه انسانان یوازي په کابل کې په دریو بریدونو کې مړه او ژوبل شوي دي.

لومړی برید په کانټیننټال هوټل وشو چې ورپسې د کورنیو چازو وزارت د زړې ودانۍ مخې ته یوه لویه ویجاړونکي چاودنه وشوه.

په دغه چاودنه کې نږدې سل انسانان شهیدان او تر دوه سوه پنځوس نور ژوبل شول.

د کابل د برید په تعقیب د مارشال فهیم پر پوځي اکاډمۍ ډلیز برید وشو چې پکې نږدې شپږ ویشت سرتیري شهیدان او پينځه برید کونکي له مینځه لاړل.

ټرامپ وايي طالبانو په دې ویني بهولو وښوده چې دوي هیڅ راز ارزښتونو ته درناوی نه لري او مونږ به هغه ماموریت سره ته ورسو چې تر اوسه سر ته نه دی رسیدلی.

د امریکې ولسمشر همدا راز وویل چې ښآیي له طالبانو سره خبري اتري یو وخت تر سره شي خو هغه وخت ته له ډیره لاره پاتي ده.

د سیاسي چارو مبصرین وایي چې وروستي چاودني په قوي احتمال د واشنګټن لپاره د پآکستان د خبرداریو او اخطارانو مانا لري.

په لندن کې میشت افغان سیاسي مبصر هارون امین زاده وایي چې یادې خونږدۍ پيښې امریکا ته د پاکستان د ګوت څنډني مانان لري.

د نوموړي په باور له پاکستان څخه د امریکې د مخ اړولو وروسته اسلام آباد هڅه کوي چې امریکې ته دا ثابته کړي چې ګواکي دوي لا هم په سیمه کې نفوذ لري او د افغانستان په مسایلو کې د دوی له پامه غورځول د امریکې د ماتي په مانا ده.

د امین زاده په خبره چې پاکستان د یادو بریدونو په طراحۍ سره امریکې ته دا هم ښيي چې په افغانستان کې د دوي پانګونه د امریکې تر سیاستونو ډیره غښتلي ده.

کابل تیره یوه اونۍ دری ځله د سترو ویجاړونکو چاودنو شاهد وو چې تر ډیره بریده یي پړه پاکستان باندي ور اچول کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: