یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ ټینګار کوي چې له کیم جونګ اون سره یې اړیکې ښې دي

ټرمپ ټینګار کوي چې له کیم جونګ اون سره یې اړیکې ښې دي

د امریکا ولسمشر ټینګار کوي چې له کیم جونګ اون سره یې اړیکې ښې دي. ډونالډ ټرمپ ویلي د شمالي کوریا د وېرولو لپاره له جنوبي کوریا سره ګډو نظامي تمریناتو ته اړتیا نشته، نو په دې چاره دې میلیونونه ډالر نه لګول کېږي. سپينې ماڼۍ دا خبره وروسته له هغه وکړه، چې د امریکا ددفاع وزیر له جنوبي کوریا سره د پراخو ګډو تمرینونو د پيل خبر ورکړ.ټرمپ همدا راز ویلي چې شمالي کوریا د چین له فشارونو سره مخ ده، خو سره له دې هم چین له یاد هېواد سره ځينې مرستې کوي، چې باید دا کچه صفر ته راښکته شي. شمالي کوریا او امریکا څه موده وړاندې ګڼې هوکړې لاسلیک کړې، چې له مخې یې شمالي کوریا باید خپل اټومي پروګرامونه وځنډوي او دغه هېواد خلع سلاح شي. خو په دې وروستیو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ ځینې ستونزې پيدا شوې دي او امریکا دغه هېواد ته د خپلو ديپلوماتانو سفر وځنډاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *