دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / ټولې نړۍ ته افراطيت او ترهګري له پاکستان څخه صادر شوي ده

ټولې نړۍ ته افراطيت او ترهګري له پاکستان څخه صادر شوي ده

پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي اسلام اباد کې د پښتنو له احتجاج څخه د ملاتړ ترڅنګ ويلي چې ټولې نړۍ ته افراطيت او ترهګري له پاکستان څخه صادر شوي دي. مجددي دغه څرګندونې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پښتنو د حقوقو په اړه د هغوى د لاريون په ملاتړ کې کړې دي. د افغانستان پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي ويلي چې اسلام د اعتدال او عدالت دين دی، په همدې اساس د انسان استثمار او محروميت د نړۍ په هر ګوټ کې چې وي، په کلکه يې غندي. د هغه په وينا، نن چې د قبايلي سيمو اوسېدونکو پښتنو داسلام اباد د استخباراتو او پوځ د افراطيت، بربريت او بې عدالتيو پر وړاندې مدني حرکتونه پيل کړي، د ټولو مسووليت دى چې ددوى ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *