ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن نن په لندن کې له لوړپوړو بریتانوي چارواکو سره وګوري. دا اروپا ته د ټېلرسن د څو ورځني سفر لومړی پړاو دی چې په ترڅ کې بهیې نوموړی وارسا، پاریس او داووس ښارونو ته هم ولاړ شي. د چارواکو په وینا له اروپايي متحدانو سره به د ټېلرسن خبرې تر ډېره د ایران په اړه وي. دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې د پردې تر شا د ایران سره د دې هېواد د اټمي پروګرام په اړه د نړۍ د شپږو هېوادونو د تړون د برخلیک په اړه خبرې اترې روانې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي چې د نوم د نهڅرګندولو په شرط خبرې کولې رسنیو ته ویلي، ایران به له اروپايي چارواکو سره د ټېلرسن د لیدنو کتنو په سر کې وي.
