دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان:امریکا د داعش ډلې غړي افغانستان ته لېږدوي

پاکستان:امریکا د داعش ډلې غړي افغانستان ته لېږدوي

د سپوتنیک د راپور له مخې د پاکستان استخباراتي ادارې په یوه ۸۶ مخیز راپور کې په سیمه کې د ترهګرو د فعالیتونو په اړه معلومات خپاره کړي دي. په دغه راپور کې ویل شوي، چې امریکا دداعش ډلې غړي افغانستان ته لېږدوي او په بېلو سیمو کې یې ځای پر ځای کوي. راپور وایي چې د پاکستان په ډيری برخو کې هم دداعش ډلې فعالیتونه پيل شوي دي او تر دې دمه د طالبانو او نورو ډلو په نامه فعالیتونه ترسره کوي. پاکستاني استخباراتو وېره څرګنده کړې چې ښايي افراطي ډلې دداعش فعالیتونو ته بستر برابر کړي. بلخوا یادې رسنۍ د پاکستان داستخباراتو د پخواني رییس اسد دراني له خولې لیکلي، چې سیمه نا امنه کول د امریکا پلان دی. دده په خبره که په افغانستان کې امنیت وي نو د امریکا لپاره دلته د حضور بهانه نه پیدا کېږي نو د نا امنیو غځول او پراختیا د امریکا پلانونه دي. د دراني په خبره امریکا غواړي د چین د اقتصادي ودې او پرمختګ مخه ونیسي او ترڅنګ یې د نا امنیو په مرسته په سیمه کې د خپل نظامي حضور لپاره پلمه برابره کړي. تر دې وړاندې روسیې او ایران هم ویلي وو، چې امریکايان په افغانستان کې داعش ډله ځای پر ځای کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: