د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. د محمود قریشي په خبره په ځلونو یې امریکا ته ویلي چې د افغانستان ستونزه یوازې د خبرو له لارې حل کېږي او طالبانو ته باید په افغان حکومت کې ځای ورکړل شي. د قریشي په خبره امریکا پر پاکستان د طالبانو د موجودیت له امله فشارونه راوړي، خو په خبره یې طالبان ددوی په جېبونو کې نه دي او امریکا دې خپله ستونزه ورسره حل کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو، پاکستان ته یې په واضح الفاظو ویلي چې نور دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او طالبان دې د سولې خبرو ته حاضر کړي. دده په وینا که پاکستان دغه کار و نه کړي، نو امریکا به خپل حساب کتاب ورسره پيل کړي. پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړی هېواد بلل کېږي چې نه یوازې افغانستان بلکې هند او ایران ته هم ترهګري صادروي او هلته یې ګډوډۍ جوړې کړې دي.
